مقامی ۲۴ جون ۲۰۲۶

هېواد ته د یووالي، ثبات او سیاسي همغږۍ اړتیا ده، د قانون واکمني باید یقیني شي، بېرسټر ګوهر خان

اسلام آباد (وېب نیوز) د پاکستان تحريک انصاف مشر او د قومي اسمبلۍ غړي بېرسټر ګوهر خان ويلي دي چې هېواد دا مهال یووالي، ثبات او سیاسي همغږۍ ته اړتیا لري او د پارلمان او دولتي ادارو د پیاوړتیا لپاره د قانون واکمني یقیني کول ضروري دي. نوموړي د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د اعتراض پر نکتې خبرې کولې او ویې ویل چې د دوی ګوند تل د قوي پارلمان او جمهوري نظام ملاتړ کړی او باور لري چې ادارې باید د ولس د حقیقي ملاتړ او رایو پر بنسټ رامنځته شي. هغه وویل چې کمزورې ادارې هېڅکله د قوي نظام بنسټ نه شي جوړولی او که هېواد کې دیموکراسي او آئیني بالادستي پیاوړې کول وي، نو د قانون برابر تطبیق ضروري دی. بېرسټر ګوهر خان کشمیر د پاکستان د ملا تیر وباله او زیاته یې کړه چې د ولسي محرومیو د ختمولو او سیاسي ستونزو د حل لپاره جدي اقدامات اړین دي، څو ملي یووالی او ثبات لا پیاوړی شي۔