پاکستان ۲۴ جون ۲۰۲۶

پر خپل بیان ولاړ یم، یوازې د زېږون سند څوک کشمیری نه شي جوړولای، خواجه آصف

اسلام آباد (وېب نیوز) د پاکستان د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د دفاع وزیر خواجه آصف او د پیپلز ګوند مخکښ مشر راجا پروېز اشرف ترمنځ د کشمیر په اړه د یوې څرګندونې پر سر توده لفظي ناندرۍ وشوه. راجا پروېز اشرف وویل چې د راولاکوټ د خلکو په اړه د خواجه آصف څرګندونې ناسمې او د کشمیریانو د سپکاوي سبب ګرځي. په ځواب کې خواجه آصف وویل چې د هغه بشپړ بیان باید په سم تناظر کې وکتل شي، ځکه هغه د کشمیریانو د قربانیو ستاینه کړې وه او پر خپل دریځ ولاړ دی. نوموړي وویل چې یوازې د زېږون سند یا د زیږېدو ځای څوک کشمیری نه شي جوړولای، ځکه ځینې کسان له یوې خوا حقوق غواړي او له بلې خوا د پاکستان پر ضد خبرې هم کوي. خواجه آصف زیاته کړه چې پاکستان د کشمیر د مسئلې لپاره څو جګړې کړې او تل یې د کشمیریانو ملاتړ کړی دی. هغه ټینګار وکړ چې د ده ټولې خبرې د شواهدو او حقایقو پر بنسټ دي او د هغه دریځ ناسم تعبیر شوی دی۔