مقامی ۲۴ جون ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د امنيتي ځواکونو ستر عمليات، په خاران او قلات کې څلور وسله وال وژل شوي، وسلې او چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي

کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان په خاران او قلات ولسواليو کې امنيتي ځواکونو د استخباراتي عملياتو پر مهال څلور وسله وال وژلي او په زياته اندازه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي يې ترلاسه کړي دي. د امنيتي سرچينو په وينا، د خاران د نوروز کلات په سيمه کې د عملياتو پر مهال دوه وسله وال وژل شوي او د هغوی له ولکې څخه شاوخوا ۲۰۰ کيلوګرامه چاودېدونکي مواد، سب مشين ګنونه او نورې وسلې ترلاسه شوې دي. همدارنګه په قلات کې د يو جلا عملياتو پر مهال دوه نور وسله وال وژل شوي او په سيمه کې د لټون او تصفيې عمليات دوام لري. بل لور ته د تفتان په سرحدي سيمه کې د قاچاق يوه لويه هڅه شنډه شوې او شاوخوا ۴۴ لکه روپۍ ارزښت لرونکي غير قانوني توکي نيول شوي دي، چې پکې مصالحې، درمل، ايم پي تري پلېيرونه او ادرک شامل دي. چارواکي وايي چې د ترهګرۍ او قاچاق پر ضد به عمليات په دوامداره توګه روان وي څو په بلوچستان کې امن او ثبات لا پياوړی شي.