مقامی ۲۴ جون ۲۰۲۶

پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د قلعه سیف الله د تاریخي ولسي غونډې د بریا په مناسبت له ولس څخه مننه وکړه

کوټه (وېب نیوز) پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د ملي شهید عثمان خان کاکړ د پنځم تلین په مناسبت د قلعه سیف الله په ولسوالۍ کې د جوړې شوې تاریخي او سترې ولسي غونډې د بریا له امله د جنوبي پښتونخوا او د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د راغلو خلکو، ګوندي فعالانو، ښځو، ځوانانو، زده کوونکو، پوهانو، وکیلانو، سوداګرو او د ژوند د بېلابېلو برخو استازو مننه کړې ده. د ګوند مرکزي سېکرټرېټ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د خلکو پراخ ګډون دا ثابته کړه چې پښتانه ولس د ملي شهید عثمان خان کاکړ له فکر، ولسي مبارزې او د خپلو ملي او جمهوري حقونو د ترلاسه کولو له دریځ سره کلک ولاړ دی. اعلامیه زیاتوي چې د قلعه سیف الله تاریخي غونډه به د پښتون ملي تحریک او جمهوري سیاست لپاره یو مهم پړاو ثابت شي او ګوند به د ولس د ملي، آئیني، سیاسي او اقتصادي حقونو، امن، روزګار، تعلیم، روغتیا او پر خپلو وسایلو د واک لپاره خپله مبارزه لا نوره هم چټکه کړي.