پاکستان ۲۵ جون ۲۰۲۶

اسلام‌آباد کې د انساني غړو د ناقانونه سوداګرۍ شبکه افشا، پنځه کسان ونیول شول

اسلام‌آباد (ويب ډيسک) د وفاقي تحقیقاتي اداره او د انساني غړو د لېږد ادارې ګډو عملياتو کې د اسلام‌آباد د اېف-۷ سيمې څخه د بهرنيو وګړو په ګډون پنځه کسان نيول شوي دي. د چارواکو په وينا، د عملياتو پر مهال د انساني پلاسنټا زياته اندازه، چې تازه، وچه او پروسس شوې بڼه يې لرله، ترلاسه شوې ده. لومړنۍ پلټنې ښيي چې تورنو دغه مواد له بېلابېلو روغتونونو راټولول او د پسونو د غړو په نوم يې بهر ته، په ځانګړي ډول ويتنام ته، لېږل، چې هلته د درملو او طبي محصولاتو په جوړولو کې کارېدل. چارواکو ويلي چې نيول شوي کسان تر پلټنو لاندې دي او ترلاسه شوې نمونې د فارنزک معاينې لپاره لېږل شوې دي.