پاکستان ۲۵ جون ۲۰۲۶

سرګودها: د ماشومې د وژنې قضیې اصلي تورن په پولیسي نښته کې ووژل شو

سرګودها (ويب ډيسک) د اووه کلنې ماشومې د جنسي تېري او وژنې د قضیې اصلي تورن په يوه ادعا شوې پوليسي نښته کې وژل شوی دی. د راپورونو له مخې د تورن کورنۍ د هغه د جسد له ترلاسه کولو انکار کړی او د سيمې خلکو هم په پلرني هديره کې د هغه د ښخولو اجازه ورنه کړه، چې وروسته په بل هديره کې خاورو ته وسپارل شو. پوليس وايي، په دې قضيه کې نور درې نومول شوي کسان لا هم په جسماني ريمانډ کې دي او پلټنې دوام لري. د لومړنۍ طبي معاينې له مخې پر ماشومې جنسي تېری شوی و او د مرګ لامل يې د غاړې د اصلي شريان پرې کېدل ښودل شوي دي. د ماشومې کورنۍ غوښتنه کړې چې د پېښې پر مهال په دوکان کې موجود ټول کسان دې په بشپړه او شفافه توګه وڅېړل شي، څو د قضیې ټول حقيقت روښانه شي.