وېب نیوز | اسلام آباد د پاکستان حکومت د راتلونکې یوې اوونۍ لپاره د پټرولیمي توکو بیې پر خپل ځای ساتلې دي. د خبرپاڼې له مخې د پټرولو بیه 299 روپۍ او 50 پیسې او د ډیزلو بیه 311 روپۍ او 47 پیسې پر لیټر پاتې شوې، خو د خاورو تېلو بیه 6 روپۍ او 85 پیسې راکمه شوې او نوې بیه یې 227 روپۍ او 5 پیسې پر لیټر ټاکل شوې ده.
