مقامی ۲۸ جون ۲۰۲۶

د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د زلزلې سخت ټکانونه، له ۹۰ زيات کورونه ويجاړ، ګڼ کسان ټپيان

کوټه (وېب نیوز): د بلوچستان په موسى خېل، بارخان، رکني او کوهلو سيمو کې د ريښتر په کچه ۵.۱ درجې زلزله شوې چې له امله يې له ۹۰ زيات کورونه ويجاړ يا زيانمن شوي او ګڼ کسان ټپيان شوي دي. د پي ډي اېم اې په وينا مرستندويه ډلې اغېزمنو سيمو ته لېږل شوې دي، خو متاثرينو د خېمو، خوراکي توکو او پاکو اوبو د بېړنۍ برابرولو غوښتنه کړې ده.