تازه خبرونه ۲۸ جون ۲۰۲۶

د زیارت په دره کې پر تبلیغي جماعت برید د ترهګرو د وارخطایۍ څرګند ثبوت دی، حاجي نور محمد خان دمړ

کوټه (وېب نیوز): د بلوچستان د خوراک وزیر حاجي نور محمد خان دمړ د زیارت په پراسپیکټ پواینټ کې پر تبلیغي جماعت د ډزو پېښه په سختو ټکو وغندله او ویې ویل چې پر بې وسلې او بې ګناه خلکو برید د ترهګرو د کمزورۍ او وارخطایۍ ښکاره ثبوت دی. نوموړي د شهید لپاره د لوړو درجو، د ټپیانو د ژر روغتیا دعا وکړه او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې ټپیانو ته دې غوره طبي اسانتیاوې برابرې کړي او د پېښې عاملین دې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپارل شي.