مقامی ۲۸ جون ۲۰۲۶

د نوميالي سوداګر محمد هاشم نورزي وژنه د سختې غندنې وړ ده، پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند

کوټه (وېب نیوز): پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د نوميالي سوداګر او د کابل جان هوټل د مالک محمد هاشم نورزي وژنه په سختو ټکو غندلې او ويلي يې دي چې په بلوچستان کې د امنيت وضعه ډېره خراب شوې ده. ګوند د قاتلانو د سمدستي نيولو، سختې سزا او د سوداګرو د امنيت لپاره د اغېزمنو اقداماتو غوښتنه کړې ده.