تازه خبرونه ۲۸ جون ۲۰۲۶

راشد ریاض د آی سي سي د ایمرجینګ امپایرانو پینل کې شامل شو

اسلام آباد(ویب نیوز) د پاکستان راشد ریاض وقار د کرکټ نړیوالې شورا د ایمرجینګ امپایرانو پینل ته شامل شوی دی. نوموړی به د جون په ۲۸مه په هرارې کې د بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د ټیسټ لوبې له لارې د امپایر په توګه خپله لومړۍ نړیواله دنده ترسره کړي. راشد ریاض به د پاکستان ۳۴م امپایر وي چې په ټیسټ کرکټ کې به قضاوت کوي، او دا د پاکستاني کرکټ لپاره یو مهم ویاړ بلل کېږي