پاکستان ۲۸ جون ۲۰۲۶

پاکستان پر خپله خاوره د بهرنۍ ترهګرۍ د ختمولو لپاره بشپړ هوډ لري، وزیراعظم

کوټه (وېب نیوز) د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، پاکستان پر خپله خاوره د بهرنۍ ملاتړ لرونکې ترهګرۍ د بشپړ ختمولو لپاره کلک هوډ لري او په دې برخه کې به ټول ضروري ګامونه پورته کوي. نوموړي په کراچۍ کې د پاکستان سمندري ځواکونو د پاسنګ آوټ مراسمو ته د وينا پر مهال فارغ شويو کيډټانو ته مبارکي ورکړه او د دوستو هېوادونو د کيډټانو ګډون يې وستايه. وزيراعظم وويل، پاکستان بحري ځواکونو د هېواد د دفاع لپاره تل مهم او وياړلی رول لوبولی او د “معرکه حق” پر مهال يې قربانۍ د تاريخ يوه مهمه برخه ده. هغه وويل، د ايران او امريکا ترمنځ وروستۍ هوکړه او د اسلام آباد تړون د پاکستان د بريالۍ سفارتکارۍ پايله ده او په سيمه کې د سولې لپاره د پاکستان هڅې د ستاينې وړ دي. شهباز شريف د فيلډ مارشل جنرال عاصم منير د مشرتابه ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې د سيمې بدلېدونکي حالات به لرې اغېزې ولري. نوموړي وويل، دښمن هېواد د پراکسي ډلو له لارې د پاکستان د بې ثباته کولو هڅې کوي، خو پاکستان به د خپلو وسله والو ځواکونو په ملتیا دغه ټولې دسيسې شنډې کړي. هغه د ايران د ولسمشر مسعود پزشکيان د پاکستان سفر د دواړو هېوادونو د ورورولۍ نښه وبلله او ټينګار يې وکړ چې پاکستان به د کشمير او فلسطين د مظلومو ولسونو ملاتړ ته دوام ورکړي.