تازه خبرونه ۲۸ جون ۲۰۲۶

پاکستان ښځینه لوبډلې نیدرلینډ ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه

کراچۍ(ویب نیوز) د ښځو شل اوریز نړیوال جام کې د پاکستان ښځینه لوبډلې نیدرلینډ ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په سیالۍ کې یې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه. پاکستان لومړی بیټنګ وکړ او ۱۲۶ منډې یې جوړې کړې، ګلفروزه ۶۳ ناسوځېدلې او عایشه ظفر ۳۲ منډې وکړې، په ځواب کې د نیدرلینډ ټوله لوبډله په ۸۹ منډو وسوځېده. فاطمه ثنا او عایشه ظفر درې، درې ویکټې واخیستې.