مقامی ۲۸ جون ۲۰۲۶

په خانوزۍ کې پر موټرسایکل د چاودېدونکو توکو چاودنه، درې کسان سخت ټپیان شول

خانوزۍ (ویب نیوز): د پینکي سیمې درې کسان چې د کان کیندنې کار ته روان وو، د هغوی پر موټرسایکل بارودي مواد وچاودېدل چې له امله یې درې واړه سخت ټپیان شول. ټپیان له لومړنۍ درملنې وروسته کوټې ته لېږدول شوي او پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي.