مستونګ(ویب نیوز) د مستونګ د دښت خنډ په سیمه کې پر یوې هغې کورنۍ ډزې شوې چې د ګوګل مېپ د غلطې لارښوونې له امله یې لاره ورکه کړې وه. په پېښه کې د کراچۍ اوسېدونکی علي جمیل وژل شوی او مېرمن یې سخته ټپي شوې ده، خو په موټر کې ناست دوه واړه ماشومان خوندي پاتې شوي دي. پولیس وایي د پېښې پلټنې روانې دي او د بریدګرو د نیولو لپاره هڅې دوام لري.
