مقامی ۲۸ جون ۲۰۲۶

په کوټه کې د نامعلومو وسله والو ډزې، نوميالی سوداګر او د کابل جان هوټل مالک هاشم خان نورزی ووژل شو

کوټه (وېب نیوز): د کوټې د بليلي سيمې ته نږدې نامعلومو وسله والو په ډزو کې نوميالی سوداګر او د کابل جان هوټل مالک هاشم خان نورزی ووژل شو. له پېښې وروسته پوليسو او نورو امنيتي ادارو پلټنې او د لټون عمليات پيل کړي، د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضياءالله لانګو د پېښې نوټس اخيستی، د ۲۴ ساعتونو دننه يې راپور غوښتی او د بريدګرو د سمدستي نيولو امر يې کړی دی. بل لور ته د وژل شوي کس خپلوانو، سوداګرو او ښاريانو د بليلي کسټم په سيمه کې د مړي په اېښودلو احتجاجي پرلت پيل کړی او اعلان يې کړی چې د قاتلانو تر نيولو به خپل احتجاج ته دوام ورکوي.