کوټه (وېب نیوز): د پاکستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د نوي مالي کال د پیل او کلنیو حسابونو د بشپړولو له امله به د جولای په لومړۍ نېټه د هېواد ټول بانکونه، پرمختیایي مالي ادارې او مایکروفایننس بانکونه د عامو خلکو لپاره تړلي وي. د بانکونو کارکوونکي به دننه اداري او مالي چارې ترسره کوي، خو د مراجعینو لپاره به د نغدو پیسو او نورو بانکي خدماتو اسانتیا نه وي. مرکزي بانک له خلکو غوښتي چې خپل ضروري مالي معاملات له ټاکلې نېټې مخکې ترسره کړي، البته د ATM، موبایل بانکنګ، انټرنېټ بانکنګ او نورو ډیجیټلي خدماتو اسانتیاوې به د معمول په ډول فعالې وي. د اعلامیې له مخې، ټول بانکونه به د جولای له دویمې نېټې څخه خپل عادي خدمات بیا پیل کړي.
