پاکستان ۲۹ جون ۲۰۲۶

د ۱۹۰ میلیونه پونډو قضیه؛ د پي ټي آی بنسټګر او بشرا بي بي سترې محکمې ته عریضه وکړه

اسلام‌آباد (وېب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر او د هغه مېرمن بشرا بي بي د ۱۹۰ میلیونه پونډو قضیې پرېکړه د پاکستان په ستره محکمه کې ننګولې ده. په عریضه کې ویل شوي چې د اسلام‌آباد عالي محکمې له خوا د سزا د ځنډ غوښتنه ردول د انصاف له اصولو سره په ټکر کې وو، د مقدمې مهم حقوقي ټکي له پامه غورځول شوي او د روغتیايي ستونزو، د زندان د شرایطو او د ضمانت پخوانیو پرېکړو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې. غوښتنه شوې چې د عالي محکمې پرېکړه لغوه، سزا وځنډول شي او د دواړو د خوشې کېدو امر صادر شي.