کوئټه (سید سردار محمد خوندئی) د تېر نګران حکومت راهیسې د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه په ناقانونه توګه مېشتو افغان کډوالو د ایستلو عملیات په رسمي ډول پیل شوي وو او څو ځله ورته خبرداری ورکړل شوی چې په خپله خوښه له پاکستانه خپل هېواد ته ولاړ شي. د ډېرو باوري سرچینو څخه د ترلاسه شویو خبرونو له مخې، د پاکستان حکومت او احساس ادارو د هغوی بېلابېل ناقانونه فعالیتونه او د پاکستان پر ضد پروپاګندې هم په جدي توګه یاداښت کړي دي.
د تفصیلاتو له مخې، د کورنیو چارو وزارت د 10 جولایۍ وروستۍ نېټه ټاکلې ده. د کورنیو چارو وزارت امر کړی چې د 10 جولایۍ نه مخکې دې ټول ناقانونه افغان وګړي ونیول شي. صوبایي چیف سیکرټریانو، آئي جیز او د اسلام آباد ادارې ته د سخت عملدرآمد هدایت ورکړل شوی. په مراسله کې ویل شوي چې د 11 جولایۍ نه دې د نیولو او عملیاتو ورځنۍ راپور د کورنیو چارو وزارت ته جمع کول لازمي دي. په راپور کې دې د بې ویزې نیول شویو افغان وګړو شمېر، د هغوی پر ضد عملیات او اوسنی حالت شامل کړل شي. په مراسله کې دا معامله ډېره مهمه بلل شوې او د سمدستي او بشپړ عملدرآمد هدایت شوی دی.
