تازه خبرونه ۱ جولائی ۲۰۲۶

د امریکا او ایران ترمنځ تخنیکي خبرې لا هم روانې دي، د امریکا د مرستیال ولسمشر ادعا

واشنګټن (یو این اې) د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس ویلي، د امریکا او ایران ترمنځ تخنیکي خبرې لا هم روانې دي او دا مذاکرات د پخواني ډیپلوماتیک بهیر دوام دی. نوموړي په یوه مرکه کې وویل چې دواړه هېوادونه د بېلابېلو تخنیکي موضوعاتو په اړه په اړیکه کې دي او د دوحې احتمالي خبرو په اړه د ایران عامه څرګندونې یې د مذاکراتي تګلارې برخه وبللې. جې ډي وینس زیاته کړه چې دا خبرې کوم نوی پړاو نه، بلکې د مخکېنیو ډیپلوماتیکو هڅو تسلسل دی. دا څرګندونې داسې مهال شوې چې ایران ویلي، له امریکا سره د وروستي تړون لپاره رسمي مذاکرات لا نه دي پیل شوي، خو دوحې ته یې د تخنیکي خبرو لپاره د متخصصینو یو پلاوی استولی دی.