واشنګټن/عربي سمندر (وېب نیوز) د امریکا د سمندري ځواک یوهسی هاک چورلکه په عربي سمندر کې نسکوره شوې، چې له امله یې یو سرتېری ورک شوی او د عملې درې نور غړي خوندي پاتې دي. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په وینا، د ورک شوي سرتېري د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي. سینټکام ویلي چې د چورلکې بیړنۍ پېښه د دښمن د برید له امله نه ده رامنځته شوې، او د پېښې د اصلي لاملونو د معلومولو لپاره پلټنې دوام لري.
