دُکي (وېب نیوز) د بلوچستان د دُکي ولسوالۍ د یارو ښار کراس سره نږدې د برېښنا سبسټېشن ترڅنګ نامعلومو وسلهوالو د یوه ساختماني شرکت پر ماشینرۍ برید کړی دی. د پولیسو په وینا، بریدګرو د شرکت دوهروډ رولرونه اور ته اچولي چې له امله یې دواړه ماشینونه په بشپړ ډول سوځېدلي دي. پولیس وایي، بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلي او د نیولو لپاره یې په سیمه کې د لټون عملیات روان دي. دغه پېښه د دُکي ښار څخه شاوخوا ۱۵ کیلومتره جنوب، د کوهلو پر سړک، او د غړواس پولیس سټیشن څخه نږدې درې کیلومتره لرې رامنځته شوې ده. پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي، په داسې حال کې چې سرچینې وایي یاد ساختماني شرکت له دُکي څخه تر چمالنګ پورې د ۱۰۵ کیلومتره اوږد سړک د جوړولو پر پروژه کار کوي.
