کوټه (وېب نیوز) پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند د هرنای ولسوالۍ د شاهرګ سیمې څخه د ماري ګیس کمپنۍ د شپږو مزدورانو د تښتولو پېښه په سختو ټکو وغندله او له حکومت او امنیتي ادارو یې وغوښتل چې هغوی ژر، خوندي او بې له شرطه راخوشې کړي. ګوند ویلي، تښتول شوي ټول کسان د دمړ قبیلې مزدوران دي او دا ډول پېښې د بشري حقونو او سیمهییزو دودونو خلاف عمل دی. په بیان کې ویل شوي چې په صوبه کې د ناامنۍ دوام خلکو کې ویره خپره کړې، نو اړینه ده چې د پېښې عاملین او د هغوی ملاتړي ونیول شي او د اغېزمنو سیمو د خلکو د سر او مال د خوندي کولو لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته شي.
