کراچۍ/کوټه (وېب نیوز) د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري سره د سند اعلی وزیر سید مراد علي شاه او د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي ولیدل. په دې لیدنه کې د بین الصوبايي چارو، ګډو ګټو، ملي ثبات او د صوبو ترمنځ د همکارۍ پر پراختیا مفصلې خبرې وشوې. ولسمشر وویل چې د صوبو ترمنځ همغږي او قوي اړیکې به د هېواد ثبات، پرمختګ او ملي یووالي لا پیاوړی کړي او د وفاق او صوبو ترمنځ اغېزمنه همکاري د دوامدار پرمختګ لپاره اړینه ده.
