پاکستان ۱ جولائی ۲۰۲۶

د پيپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) ترمنځ نوی هوکړه، مير سرفراز بګټی به د بلوچستان وزيراعلی پاتې شي

کوټه (وېب نیوز)د پاکستان پيپلز ګوند او پاکستان مسلم ليګ (ن) ترمنځ په بلوچستان کې د دوه نيم، دوه نيم کلنې وزارتِ اعلی پخوانی تړون بدل شوی او پرېکړه شوې چې مير سرفراز بګټی به د بلوچستان د وزيراعلی په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي. د سرچينو له مخې، د دواړو ګوندونو د مشرانو ترمنځ د بلوچستان په کابينه کې د بدلونونو په اړه هم سلا مشورې شوې دي. ويل کېږي چې د مسلم ليګ (ن) له لوري سردار اياز صادق او د پيپلز ګوند له لوري اعجاز خان جاکراني به د کابینې د ممکنه بدلونونو په اړه سپارښتنې چمتو کړي، او امکان شته چې د يو شمېر وزيرانو قلمدانونه بدل، ځينې له کابینې لرې او نوي وزيران او سلاکاران هم شامل کړل شي.