زیارت (وېب نیوز) د زیارت ولسوالۍ پولیس مشر د مانګي ډېم فېز درېیم پمپ سټېشن د امنیتي دندې پر مهال د غفلت له امله د یوه اې اېس آی په ګډون ۱۱ پولیس سرتېري معطل کړي او امر یې کړی چې د پولیسو کرښو ته حاضر شي. د حکم له مخې د یادو سرتېرو پر ضد محکمانه پلټنې هم روانې دي.۔
