پاکستان ۱ جولائی ۲۰۲۶

سترې محکمې د ښځو د میراثي حقونو په اړه تاریخي پرېکړه وکړه، خویندو او مور ته یې له ۷۱ کلونو وروسته د جایداد برخه ورکړه

لاهور (یو این اې) د پاکستان سترې محکمې د ښځو د میراثي حقونو په ملاتړ تاریخي پرېکړه کړې او حکم یې کړی چې له ۷۱ کلونو وروسته دې خویندو او مور ته د پلار په جایداد کې قانوني برخه ورکړل شي. د جسټس شاهد بلال حسن په مشرۍ دوه کسیز بینچ وویل چې میراث د نارینه وو احسان نه، بلکې د هر وارث شرعي او قانوني حق دی او ښځې د جعلي هبې، درغلۍ، کورني فشار یا دودونو په پلمه له خپل حقه نه شي محرومېدلی. محکمې د ۱۹۵۵ کال راهیسې د روانې شخړې په تړاو د ټیټو محکمو پرېکړې لغوه کړې او اړوندو ادارو ته یې د میراثي ریکارډ د سمون امر کړی دی.