دوبۍ (وېب نیوز) عربي رسنیو د سرچینو په حواله ادعا کړې چې ایران ته د۳ میلیارده ډالرو د ورکړې په اړه موقتي هوکړه شوې ده. د راپور له مخې، ایران شرط ایښی چې د خبرو اترو له هر پړاو او پرمختګ سره به ورته په مرحلو کې ۳ میلیارده ډالره ورکول کېږي. راپور زیاتوي چې دا خبرې اترې دهرمز تنګي په اړه د عمان د سلطنت د وړاندیز شوي پلان پر بنسټ روانې دي. همدارنګه ویل شوي چې د عمان پر وړاندیز د لا زیاتو سلا مشورو لپاره به د دواړو لورو مذاکراتي پلاوي خپلو هېوادونو ته ستانه شي، څو د خبرو راتلونکی پړاو او تګلاره وټاکل شي.
