هرارې (یو این اې) د زمبابوې کرکټ لوبډلې د هرارې په ټېسټ لوبه کې بنګله دېش ته د یوې پاڼۍ او ۸۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه. بنګله دېش په دویمه پاڼۍ کې په ۱۸۵ منډو وسوځېد او مشفیق الرحیم د ۳۴ منډو په جوړولو تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د زمبابوې له لوري بلیسنګ مزارباني څلور او ریچارډ نګاراوا درې ویکټې واخیستې. له دې وړاندې زمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۱۰ منډې کړې وې، په داسې حال کې چې بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۴۰ منډې جوړې کړې او فالو آن یې وخوړ. انوسنټ کایا چې ۱۴۰ منډې یې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
