اسلامآباد (یو این اې) پاکستان د افغانستان په اړه د هند د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ څرګندونې بېبنسټه او له حقیقتونو لرې بللې او رد کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، پاکستان د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو پر ضد خپلې قانوني او مشروع کړنې د نړیوالو قوانینو له مخې ترسره کړې دي. نوموړي ادعا کړې چې هند په ناقانونه توګه په اشغال شوي کشمیر کې د کشمیریانو د خپلواکۍ حق ځپي او د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د ترهګرو ډلو ملاتړ هم کوي. ویاند ټینګار کړی چې پاکستان به د خپلو وګړو د امنیت او ملي ګټو د خوندي کولو لپاره اړین قانوني اقدامات دوامدار وساتي.
