لاهور (یو این اې) د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز شریف په مشرۍ د کرنې وزارت په غونډه کې ویل شوي چې تر اوسه ۹ لکه کروندګرو ته د “کسان کارډ” کارتونه ورکړل شوي او ۳۶۰ میلیارده روپۍ بېسوده پورونه هم وېشل شوي دي. غونډې ته ویل شوي چې په پروګرام کې نور ۵۰ زره کروندګر هم شامل شوي او د پورونو د بېرته ترلاسه کولو کچه ۹۹ سلنه ده. چارواکو وویل، د خریف فصل لپاره ۱۱۶ میلیارده روپۍ ځانګړې شوې چې ډېره برخه یې د سرې پېرودلو لپاره کارول شوې ده. مریم نواز وویل چې حکومت کروندګرو ته عملي ځواک ورکړی او د درېیو کلونو په موده کې به ۵۰ زره شنه ټراکټورونه ووېشل شي، چې د وېش ټول بهیر په بشپړ ډول کمپیوټرايز شوی او له انساني مداخلې پاک دی.
