کوټلي (وېب نیوز) د آزاد کشمیر د عمومي ټاکنو څخه وړاندې په سیاسي ډګر کې مهم پرمختګ شوی، چې د کوټلي څخه دپاکستان پيپلز ګوند اومسلم لیګ (ن) د اسمبلۍ نوماندانو داستحکام پاکستان ګوند سره د یوځای کېدو اعلان کړی دی. د راپور له مخې، دLA-8 نوماند ملک ذوالفقار علي او دLA-10 نوماند ملک محمد یوسف د ګوند له مشرعبدالعلیم خان سره په لیدنه کې د ګوند غړیتوب اختیار کړ. عبدالعلیم خان نویو غړو ته هرکلی ووایه او زیاته یې کړه چې د آزاد کشمیر د ستونزو دایمي حل، د بنسټیزو اسانتیاوو ښه کول او د کارموندنې فرصتونو رامنځته کول د ګوند له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. نوموړي وویل چې استحکام پاکستان ګوند به په راتلونکو ټاکنو کې په پوره ځواک برخه واخلي. په دې موقع یو شمېر بلدیاتي استازو، ټولنیزو او سیاسي شخصیتونو هم له ګوند سره د یوځای کېدو اعلان وکړ، او د ملي اسمبلۍ غړیعون چوهدري هم په غونډه کې حاضر و.
