مقامی ۱ جولائی ۲۰۲۶

په کوټه کې د ناامنۍ او غلاوو پر زیاتوالي د جمعیت علمای اسلام سخته اندېښنه

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام د کوټې ضلعي مشر مولانا عبدالرحمن رفیق او نورو مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې په کوټه او د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ، ترهګرۍ، غلاوو او پر لویو لارو د امنیت د خراب وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه. دوی وویل چې په هزارګنجي، سریاب، قمبراني او نورو سیمو کې د جرمونو زیاتوالی او د مشهور سوداګر هاشم خان نورزي وژل کېدل د امنیتي وضعیت د خرابېدو څرګند ثبوت دی، خو حکومت یوازې په څرګندونو او نمایشي اقداماتو بسنه کړې ده. دوی له فدرالي او صوبایي حکومت څخه وغوښتل چې د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره دې بېړني او اغېزمن ګامونه پورته کړي، د قانون واکمني دې ټینګه کړي او خلکو ته دې عملي امن، عدالت او ښه حکومتولي یقیني کړي.