کوټه (وېب نیوز)د عوامي نېشنل ګوند (اې اېن پي) د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي سره په خان هاوس کوټه کې د بلوچستان نېشنل ګوند (بي اېن پي) او پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آی) ګډ لوړپوړي پلاوي مهمه لیدنه وکړه. په غونډه کې د بلوچستان پر سياسي وضعيت، امنيت، اساسي او جمهوري حقونو، ولسي ستونزو او د سياسي ګوندونو ترمنځ د راتلونکې همکارۍ په اړه تفصيلي خبرې وشوې. ګډونوالو د امنيتي ستونزو، هدفي وژنو، تښتونو، باج اخيستنې او نورو ننګونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ چې د بلوچستان د ستونزو د حل لپاره د ټولو سياسي قوتونو ګډ او اغېزناک رول اړين دی. پلاوي اې اېن پي ته د جولای په اتمه په اسلاماباد کې د بلوچستان د مسئلو په اړه جوړېدونکې آل پارټيز کانفرنس کې د ګډون رسمي بلنه هم ورکړه.
