زیارت (وېب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند د زیارت د ترهګریز برید غندنه کړې او د دغه برید وروسته د ګوند او نورو سیاسي مشرانو پر ضد د قانون لاندې نیونې یې غیر آئیني او سیاسي غچ بللی دی. ګوند غوښتنه کړې چې ټول د نظر بندۍ حکمونه دې سمدستي لغوه شي، که نه نو د خپلو سیاسي متحدینو او ولس سره به ګډ احتجاج پیل کړي.
