کوټه (وېب نیوز) د افغان قومي موومنټ مشر احمد خان ویلي چې د پښتنو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې یوازې د ګډې سیاسي او فکري تګلارې له لارې حل کېدای شي. هغه وویل چې د قوم او مذهب پر نوم سیاست د پښتنو ټولنې ته زیان رسولی او اوس اړتیا ده چې ټولې سیاسي ډلې د ګډو ملي ګټو لپاره یو موټی شي.
