خضدار (وېب نیوز) د خضدار د جهالاوان کمپلېکس ترڅنګ د دوو کسانو د بې درکه کېدو پر ضد د هغوی خپلوانو احتجاج کړی او مرکزي لویه لار یې تړلې ده، چې له امله یې د ترافیکو تګ راتګ سخت اغېزمن شوی دی. په احتجاج کې ښځو، ماشومانو، مشرانو او ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی او د بې درکه کسانو د ژر تر ژره راخوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده. مظاهره چیانو ویلي چې تر هغو به خپل احتجاج ته دوام ورکوي، څو یې خپل عزیزان بېرته راخوشې نه شي. د احتجاج پر مهال یوې بوډۍ مور د قرآن کریم په لاس د خپل زوی د راخوشې کېدو غوښتنه وکړه. لاریونوالو له حکومت او امنیتي ادارو وغوښتل چې د بشري همدردۍ له مخې دې د بې درکه کسانو د موندلو او راخوشې کولو لپاره سمدستي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
