مقامی ۲ جولائی ۲۰۲۶

په زيارت کې د جې يو آی د مشرانو پر ضد د درې اېم پي او اقدام وغندل شو

کوټه(وېب نیوز) د جمعيت علمای اسلام د کوټې ضلعي مشرانو د زيارت په ولسوالۍ کې د ګوند د مشرانو او غړو پر ضد د درې اېم پي او له مخې شوې قانوني کړنې په سختو ټکو وغندلې او دا يې سياسي غچ او غير جمهوري عمل وباله. د ګوند مشرانو وويل چې د سياسي مخالفينو د غلي کولو لپاره د دولتي قوانينو ناوړه استعمال د اساسي قانون او ولسي ازاديو خلاف دی. هغوی له صوبايي حکومت څخه وغوښتل چې ټول صادر شوي احکام دې بېرته واخلي او د سياسي فعالانو ځورول دې بند کړي، که نه نو ګوند به خپله جمهوري او قانوني مبارزه جاري وساتي.