پنجګور (وېب نیوز) د پنجګور د قادرآباد په سیمه کې نامعلومو وسله والو د یوه کس د تښتولو هڅه وکړه، خو د مقاومت پر مهال یې پرې ډزې وکړې چې له امله یې نوموړی پر ځای ووژل شو. بریدګر له سیمې وتښتېدل، پولیسو مړی روغتون ته لېږدولی او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
