ژوب (وېب نیوز) د مون سون وروستیو بارانونو له امله د ژوب په ولسوالۍ کې یوه ښځه او یو بل کس مړه شوي او په بېلابېلو سیمو کې ګڼ کورونه زیانمن شوي دي. ضلعي ادارې د زیانمنو سیمو سروې کړې او دپي ډي اېم اې له لوري یې اغېزمنو کورنیو ته مرستندویه توکي وېشلي دي. چارواکي وایي د ژغورنې ډلې ټوله شپه په بېلابېلو سیمو کې د مرستو او ژغورنې په چارو بوختې وې او د زیانمنو خلکو د مرستې لپاره ټول اړوند ادارې فعالې دي.
