مقامی ۲ جولائی ۲۰۲۶

په کان مهترزۍ کې د احتجاج له امله کوټه–ژوب ملي لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې

قلعه سیف الله (وېب نیوز) د قلعه سیف الله ولسوالۍ د کان مهترزۍ په سیمه کې د یوه کس د کورنۍ له لوري د احتجاج له امله د کوټه–ژوب ملي لاره د هر ډول ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. د سرچینو په وینا، د احتجاج له امله د لویې لارې دواړو خواوو ته د موټرو تګ راتګ درېدلی او ګڼ مسافر له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. د احتجاج د لاملونو په اړه تر اوسه نور جزئیات نه دي خپاره شوي. ضلعي ادارې له خلکو او مسافرو غوښتنه کړې چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي او تر هغه چې وضعیت عادي کېږي، د بدیلو لارو په کارولو سره خپل سفرونه له مخکې تنظیم کړي.