کوټه (وېب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان د پرمختیايي بودجې او د پروګرام څخه د پښتني ولسوالیو د ایستلو پرېکړه په کلکه وغندله او دا یې تبعیضي اقدام وباله. ګوند غوښتنه وکړه چې ټولو سیمو ته دې په مساوي ډول پرمختیايي پروژې او سرچینې ورکړل شي، که نه نو احتجاج او قانوني مبارزه به وکړي.
