مقامی ۲ جولائی ۲۰۲۶

پېښور کې د مور او اووه میاشتني ماشوم قاتل د پولیسو په نښته کې ووژل شو

پېښور (ویب نیوز) د پېښور د متني سیمې پاسني کې هغه مطلوب وسله‌وال، چې د یوې مور او د هغې اووه میاشتنی ماشوم یې تر وژلو وروسته څاه ته غورځولي وو، د پولیسو له نښتې وروسته د خپل ملګري په ډزو ووژل شو. د پولیسو په وینا، وژل شوی کس سکندر مشهور په “لمبا” د علاالدین زوی و، چې د قتل، تخریبکارۍ او نورو سختو جرمونو کې هم مطلوب و. نوموړي او د هغه ملګرو د جون په ۲۹مه شپه مور او ماشوم په بې رحمۍ وژلي وو. پولیس وایي، د اخون بابا هدیرې په مریمزو سیمه کې له وسله‌والو سره مخامخ نښته وشوه، چې پکې سکندر ووژل شو، خو بل تښتېدلی ملزم د نیولو لپاره د لټون عملیات دوام لري.