Uncategorized ۲ جولائی ۲۰۲۶

که نوي مالیات بېرته وانخیستل شي، په ټول هېواد کې به احتجاج پیل کړو پښتونخوا ملي عوامي ګوند

کوټه (وېب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند د وفاقي بودجې له مخې په پخوانیو قبایلي سیمو، پاټا، ملاکنډ، برټش بلوچستان او نورو پښتني سیمو کې د مالیاتي معافیت ختمولو پرېکړه رد کړې او دا یې د ولس پر ضد اقدام بللی دی. ګوند غوښتنه کړې چې د مالیاتو معافیت دې بېرته بحال، نوي مالیات دې لغوه، قانوني سرحدي سوداګري دې بیا فعاله او د اغېزمنو سیمو لپاره دې ځانګړی اقتصادي پیکج اعلان شي، که نه نو د هېواد په کچه به احتجاجي تحریک پیل کړي.