اسلامآباد (وېب نیوز) د پاکستان وفاقي حکومت د پټرولیمي توکو په بیو کې لږ کموالی اعلان کړی او د پټرولو او های سپیډ ډیزلو بیه یې په هر لیټر کې ۱ روپۍ او ۹۷ پیسې راټیټه کړې ده. د حکومت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د پټرولو نوې بیه ۲۹۷ روپۍ او ۵۳ پیسې او د های سپیډ ډیزلو نوې بیه ۳۰۹ روپۍ او ۵۰ پیسې په هر لیټر ټاکل شوې ده. نوې بیې به د نن شپې له ۱۲ بجو څخه نافذېږي او د راتلونکو اوو ورځو لپاره به عملي وي.
