اسلامآباد (وېب نیوز) په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې د تعقیبي بهیر په اړه مثبت پرمختګ روان دی او د دوحې په خبرو اترو کې رغنده پرمختګ شوی، چې دواړه لوري یې د خبرو دوام ته سلا شوي دي. نوموړي د بحرین په غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډې ته وویل چې د سیمې د کړکېچ تلپاتې حل یوازې د ډیپلوماسۍ، خبرو او مذاکراتو له لارې ممکن دی او د زور کارول د منلو وړ نه دي. هغه زیاته کړه، پاکستان د نړیوال قانون خلاف هر ډول پوځي اقدام ردوي، د ایران او خلیجي هېوادونو پر ضد بریدونه غندي او له بحرین او کویټ سره بشپړه یووالي څرګندوي. عاصم افتخار وویل، د پاکستان د منځګړیتوب له امله د باور جوړونې هڅې روانې دي، د اړیکو ټولې لارې پرانیستې دي او قطر، سعودي عربستان، ترکیې، مصر او چین د سولې د هڅو په ملاتړ کې مهم رول لوبولی دی.
