کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د وزیراعلی د سیاسي او رسنیزو چارو سلاکار شاهد رند د دانه سر د خونړۍ بس پېښې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په پېښه کې ۴۰ کسان مړه او ۸ نور ټپیان شوي دي. هغه وویل، د وزیراعلی میر سرفراز بګټي په لارښوونه د دواړو صوبو اړوندو ادارو سمدستي د ژغورنې او مرستو عملیات پیل کړل. نوموړي زیاته کړه چې په بس کې د خپل اصلي مسافرو ترڅنګ د یوې بلې خرابې شوې بس سپرلۍ هم سپرې وې، له همدې امله د مسافرو شمېر زیات شوی و. حکومت ژمنه کړې چې د ټپیانو درملنه، د مړو شویو کسانو پېژندنه، د کورنیو ملاتړ او د پېښې بشپړې او شفافې پلټنې به یقیني کوي.
