مقامی ۳ جولائی ۲۰۲۶

د هاشم نورزي د پېښې پلټنې روانې دي، له اوازو دې ډډه وشي، کوټه پولیس

کوټه (وېب نیوز) د کوټې پولیسو ویلي چې د هاشم نورزي د پېښې پلټنې لا هم روانې دي او تر اوسه کومې وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي. د پولیسو ویاند له خلکو، رسنیو او ټولنیزو شبکو کاروونکو غوښتنه کړې چې تر بشپړو پلټنو مخکې له اوازو، ناسمو معلوماتو او بې‌بنسټه اټکلونو څخه ډډه وکړي، ځکه دا کار د تحقیقاتو بهیر اغېزمنولای شي. پولیسو ویلي چې د پلټنو له بشپړېدو وروسته به ټول حقایق په رسمي ډول له رسنیو سره شریک شي.