کوټه (وېب نیوز) افغان قومي موومنټ د ځوانو ډاکټرانو د غوښتنو ملاتړ کړی او د بلوچستان له حکومت څخه یې غوښتي چې د ډاکټرانو روا غوښتنې دې بېړنۍ ومني، څو په روغتونونو کې روغتیايي خدمتونه بېرته عادي شي. ګوند د ډاکټرانو د احتجاج پر مهال د پولیسو د مبینه لښتيچارج غندنه کړې او ویلي یې دي چې حکومت باید د زور پر ځای د خبرو اترو له لارې ستونزه حل کړي، ځکه ډاکټران د ټولنې مهم خدمتګاران دي.
