کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام د کوټې ولسوالۍ ویاند ویلي، د ګوند د بلوچستان ویاند دلاور خان کاکړ، د زیارت ضلعي امیر مولانا نورالحق او نورو غړو ته د قانون له مخې د یوې میاشتې لپاره نظر بندي او مچ زندان ته لېږدول سیاسي غچ، د واک ناوړه استعمال او د جمهوري ارزښتونو خلاف اقدام دی. په بیان کې ویل شوي چې حکومت د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره سیاسي فعالان په نښه کوي، حال دا چې جمعیت علمای اسلام یوه سولهییزه، آئیني او جمهوري ګوند دی چې تل یې د ولسي حقونو او د قانون د واکمنۍ لپاره مبارزه کړې ده. ویاند غوښتنه کړې چې د ټولو نظر بندو شویو مشرانو د امرونه دې ژر تر ژره لغوه او هغوی دې خوشې کړل شي، که نه نو ګوند به د آئیني او جمهوري احتجاج حق وکاروي.
